د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت نن د لړم پر ۲۶ / د نومبر ۱۷ د امریکا کانګریس غړیو ته په یوه لیک کې څرګنده کړې؛ د بندیزونو دوام به له اوسني وضعیت سره مرسته ونکړي او پر ځای به یې د ډله ییزې مهاجرت په ګډون یو لوی بحران رامنځته شي.
نوموړي په ډاګه کړې؛ که اوسنی وضعیت همداسې دوام وکړي، نه یوازې به د افغانستان حکومت او ولس له ستونزو سره مخ شي، بلکې په سیمه او نړۍ کې به د پراخي کډوالۍ لامل شي او نړۍ ته به بشري او اقتصادي مسئلې رامنځته کړي.
متقي د امریکا کانګرس ته په یوه لیک کې څرګنده کړې، چې له لسیزو جګړو وروسته اوس افغانان د مالي امنیت حق لري.
مولوي متقي د افغانانو مالي خوندیتوب ته په نغوته کې زیاته کړې؛ د دې اندېښنې ريښه د امریکا د حکومت لخوا زمونږ د خلکو پر شتمنیو بندیزونه او له بندیزونو او فشارونو ګټه پورته کول زمونږ د اړیکو په ښه کولو کې مرسته نشي کولی.
متقي وایي: مونږ پدې باور یو، چې د افغانستان د پیسو کنګل کول ستونزه نه حل کوي او نه هم دا د امریکا د ولس غوښتنه ده؛ نو، ځکه باید ستاسي حکومت یاده پانګه خوشې کړي.
هغه ټینګار کړی، چې د پیسو له کنګل کیدو او اقتصادي بندیزونو سره د افغانستان د روغتیا، پوهنې او نورو ملکي خدماتو هغه سیستمونه زیانمن کیدای شي، چې عام ولس تري ګټه اخلي.
مولوي متقي ویلي؛ له لوږې څخه د یوه ماشوم کړیدل، د روغتیایي آسانتیاوو له نه شتون څخه د یوې مور مړینه او له کار، خوراک، پوښاک، درملو او نورو لومړنیو آسانتیاوو څخه د یوه عام افغان محروم کیدل هیڅ سیاسي توجیه او منطق نه شي درلودلی؛ ځکه، چې دا بشري موضوع ده.
په پای کې مولوي متقي هیله شوی، چې امریکا د راتلونکیو اړیکو تړلې دروازې خلاصې او د افغانستان د مرکزي بانک پر ذخایرو او زمونږ له حسابونو بندیزونه لرې کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې ټاکل شوې د ملګرو ملتونو امنیت شورا نن د افغانستان په اړه ځانګړې ناسته ترسره کړي.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/arabic/23942